امنیت

ستاين ليکونه ورکړشول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٤ :
د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ د اروپا داتحاديې د پولیسو له لورې د پولیسو امنیتي حوزو آمرینو اویوشمیرمنسوبانو ته د دندو د ښه ترسره کولو په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
هغه غونډه چې په همدې موخه د انترکانتینیتل په هوټل کې جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي د پولیسو کړنو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، د هېواد ملي پولیس د خپلو بریالیتوبونو او هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت د ټینګښت په موخه له ۱۲ کلونو راپدېخوا هلې ځلې ترسره کړي چې د دوﺉ په لاسته راوړنو او کړو خدمتونو باندې ټول هېوادوال ویاړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چی  د هېواد ملي پولیس اوس په لازمو روزنیزه زده کړو سمبال دي او د خلکو هغه باور او اعتماد چې پر پولیسو یې لري دا د دوﺉ د مسلکي او روزینزو زده کړو برکت دی چې د هر راز فساد پروړادندې مبارزه، د نشه يي توکو د کښت او قاچاقو د مخنیوي، په ټولنه کې د عامه نظم ټینګښت او د هېواد له سرحداتو څخه د کلکې ساتنې په اړه جدي ګامونه پورته کوي.
وروسته د اروپا داتحاديې د پولیسو له لورې د پولیسو د ښه کارونو د ترسره کولو له امله د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د کابل ښار امنیه قوماندان چې د خپلو کاري کړنو په لړ کې یې د کابل ښار پولیسو د کړنو او لاسته راوړنو په موخه انټرنیټي ویب سایټ جوړ کړی، ستاینلیکونه ورکړ شول.
د دغې غونډې په پای کې د ولسي پولیسو رییس، جندر اودبشر حقوقو  ریاست رییسې، څلورمې، پنځمې، نهمې او یولسمې امنیتي حوزې آمرینو او د کال دوه تنو غوره افسرانو ته هم چې په خپلو کارونو کې یې د اروپا اتحادې له پولیسو سره ښه همغږي او همکاري لرله ، ستاینلیکونه ورکړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته