امنیت

دهېواد دختيځ په ځينو برخوکې دپاکستاني پوځيانو نوي راکټي بريدونه .

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
پاکستاني پوځيانو يوځل بيادافغانستان دختيځ  په ځينو سيمو دتوغنديو بريدونه وکړل .
دتيرو  ٢٤ ساعتو په بهير کې  په نويو بريدونوکې دنورستان ،  ننګرهار ، او کونړ ځينې سيمې دلسګونوتوغنديو دلګيدو ډګر و .
  خو ويل کيږي  په دغو نويو بريدونوکې دسرزيان نه دى اوښتى .
دهېواد  په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو  دراکټي او توپچي دنوي بريدونو له امله  چاته زيان نه دى اوښتى .
  ده وويل چې پاکستان له څو کلونوراپديخوا دهېواد په ختيځ  کې دډيورنډ  په کرښې   دتوغنديو په توغولو سره غواړي چې  دغه سيمې دخلکو له شتون  څخه تش او دترورزيم ځالې له خپل هېواد څخه افغانستان ته وليږدوي .
پاکستاني پوځيانو  راکټي او توپچي  بريدونه له څه ناڅه شپږو  کلونو څخه راپديخوا پيل کړل او دپخوا په شان د هېواد ختيځ ددغه شان بريدونو دګر دى هغه پيښې چې  دکلي اوسيدونکو ته په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
دغه بريدونه ددې  سبب شوې دي په زرګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې  شوې دي .
  تراوسه پورې دافغانستان دمقاماتو هلې ځلې   دپاکستاني  پوځيانو ددغو راکټي بريدونو  دريدل  هيچاته  نه دي څرګند کړى .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته