کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر
دپروان دجبل السراج ولسوالۍ په مټک سيمه کې نن يوې لرغونې ساحې وپېژندلې شوې .
دپروان داطلاعاتواوفرهنګ رياست دفرهنګ آمر عبدالغفار رووفي باختر اژانس ته وويل چې يوسورى دسلو مترو په اوږدوالي دغوربند _ پروان په لوى لاره کې دمټک په ساحه کې ديوه غره په زړه کې کشف شوى دى چې په دوام کې ديوې لرغونې ساحې نښې نښانې لېدل شوي دي .
هغه وويل چې دسيمې اوسيدونکو ژمنه کړې ده چې په دغه ساحه کې په خپل سردکېندنو څخه ډډه وکړي .
ختم_ عطاالله-اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ