امنیت

په جوزجان کې د وسله والو طالبانو يرغليز بريد ناکام شو

کابل باختر دتلي اتمه 
وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو استقامتونو څخه د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په ښار يرغليز بريد وکړ چې په نتيجه کې دغه بريد د ګډو امنيتي ځواکونو  له خوا شنډ او ناکام کړى شو .
د فيض آباد ولسوال سايرې شکيب باختر آژانس ته وويل: طالبانو تېره شپه د فيض آباد ښار په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونوپه مقاومت سره لسګونو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او د هغوى بريدونه ناکام شول.
د فيض آباد ولسوالۍ زياته کړه: د دغې ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور د طالبانو له خوا د يوه توغول شوي توغندي د لګيدو له امله څلور تنه ملکي وکړي  ټپيان شوي دي؛ خو امنيتي ځواکونو ته زيان  نه دى اوښتى .
سايرې شکيب زياته کړه چې پخوا دغه ولسوالۍ د بلخ ولايت له لارې دعملياتوپه ترسره کولو سره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې وه؛ خو د ولايتونو د ګډو پولو په نسبت کله چې په يو ولايت کې عمليات ترسره کيږي؛ طالبان بل ګاونډي ولايت ته تيښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته