امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دڅه ناڅه شلو تنو بهرنيو او کورنيو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه :
دافغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې دنويو  نښتو له امله دڅو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اولس تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه جګړې دتيرې شپې ددولسو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شوې   چې په سلګونو تنو وسله والو طالبانو دپکتيکا  ولايت داومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل .
دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نثار احمدعبدالرحيم زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول اولس تنه نور يې تپيان شول .
ده وويل په يرغلګرو داومنې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو ديرغل په وخت کې دپوځيانو له خوا  ډزې  وشوې .
دپکتيکا ولايت دپوليسو  دغه مقام وايي  چې په وژل شويو يرغلګرو کې څو تنه بهرني اتباع هم ترسترګوکيږي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څه نه دي ويلي .
تراوسه پورې ددغو نښتو په بهير کې  پوځيانو ته دسر داوښتې احتمالي  زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته