سیاست

صلاح الدين رباني دعربي متحده اماراتو دبهرنيو چارو له وزير سره خبرې وکړې .

-کابل باختر دمرغومي  درې ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني  پرون ماښام  دعربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو له وزير  شيخ  عبدالله بن زاهد  ال  نهيان  سره ددغه هېواد  دپنځو ديپلوماتانو دشهادت په باب چې دقندهار په تروريستي پيښه کې شهيدان شوي وو تيلفوني خبرې وکړې .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دبهرنيو چارو وزير په دې خبرو کې  دعربي متحده اماراتو خلکو او دولت ته  د ډاډ ګيرنې په وړاندې کولو سره  څرګنده کړه چې دافغانستان دولت  له عربي متحده اماراتو په همکارۍ به  ددغه تروريستي جنايت دعاملينو دپيژندلو په لاره کې  له هيڅ راز هلوځلو  څخه ډډه ونه کړي .
دبهرنيو چارو وزير دې ته په اشارې سره چې دقندهار  دسه شنبې دماښام  په خونړى تروريستي پيښه کې  دعربي متحده اماراتو د ديپلوماتانو  دشهادت  او  په کابل کې  ددغه هېواد دسفير  دټپي کيدو تر څنګ  دافغانستان  دملي شورا  دوه تنه غړي  ، دوه تنه ديپلوماتان او يوشمير نور مسوولين  هم شهيدان او دقندهار  دوالي په ګډون يو شمير نور ټپيان شوي دي  ، زياته کړه : داپه خپله  ددې ښکارندوى دى  چې تروريستي  او بنسټپالې ډلې  دافغانستان او دعربي متحده اماراتو  دخلکو  ګډ دښمنان دي  او دغه شان پيښې له دغه  خطرناکې پديدې سره  په مبارزه کې دهمکاري لپاره  زموږ هوډ به  لاغښتلي کړي .
په دې تيلفوني خبرو کې  شيخ عبدالله بن زاهد ال نهيان  هم تروريزم  دټولو هېوادونو  ګډ دښمن او ګواښ وباله او ټينګار يې وکړ  چې  دقندهار تروريستي  خونړى پيښه  هيڅکله به  دافغانستان له دولت اوخلکو سره  دهمکارۍ په لاره کې زموږ اراده کمزورى نه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته