امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په هرات ولايت کې نن دپوځي عملياتو په بهيرکې يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول خبرځاى باخترآژانس ته وويل: د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې د طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او مړي يې د جګړې په ډګرکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته