امنیت

په لغمان کې د طالبانو د ماين جوړولو يو ماهر ونيول شو

کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې د ماين جوړولو يو ماهر ونيول شو.
دغه ډار اچوونکى په اليشنګ ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په يوه پټنځي کې د پوځيانو د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه ډار اچوونکی د ماين په جوړولو بوخت و چې ونيول شو.
له دغه پټنځي څخه د ماين جوړولو يوه اندازه وسايل او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته