امنیت

د هلمند ولايت په موسى قلعه ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دوري  اتمه :
درې تنه  وسله وال طالبان  دهلمند ولايت په موسى قلعه ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. درې تنه وسله وال طالبان دهلمند ولايت دموسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول څلور تنه ټپيان اويوشمير نور يې ووژل شول .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو دتحرکاتو دمخنيوي په مقصد ترسره شول او دهلمند ولايت دناوې اومارجې دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردودځواکونو په يولړ نورو عملياتو کې دوسايطو ضد ٣٨ ماينونه ، ديرش کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او ٦٠ کيلوګرامه کيمياوي  توکي چې دبوشکه يي ماينونو په جوړولوکارول کيږي ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان دهرات ولايت درباط سنګي  په ولسوالۍ کې له دوو ميلو سپکو وسلو او دوو موټرسايکلونو سره ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته