ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د مرغومي د شپږمې په مناسبت د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه!
د ۱۳۵۸ کال د مرغومي د میاشتې په شپږمه نېټه د وخت د شوروي اتحاد سرو و حشي لښکرو له زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو سره یو ځای په مسلمان، خپلواک او نا پییلې افغانستان باندې ددې لپاره بربنډ او بې شرمانه تېری وکړ، چې دغه خاوره د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوي خو کله چې د افغانستان مسلمان او  پر آزادۍ مین ملت سرا سري پاڅون وکړ او د هجرت او جهاد لاره یې غوره کړه، نو شوروي وحشي لښکرو ددې ملت په بمبارولو او عامه وژنو اقدام وکړ، په زرګونو بې ګناه مسلمانان یې په ډله یېزه توګه په کندو کې وغورځول او په بولدوزرونو سره یې خاورې ورباندې واړولې .
په افغانستان کې داسې کلي او سېمه پاتې نه شوه چې د شورویانو زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو ورباندې بريد او یرغل نه وي کړی خو څرنګه چې د افغانستان مسلمان او اتل ملت مرګ د غلامۍ په نسبت غوره وباله او بولي يې، نو دغو وحشیانه او عامه وژنو د دوي د ایمان او سرښندنې په ولولو کې هېڅ ډول سستي رانه وسته او له یو نیم ملیون څخه زیات شهیدان او په لکونو معیوب او یتیمان شول، کلي او کورونه یې به کنډوالو بدل شول، ټول اقتصادي تأسیسات یې له منځه لاړل، خو بیا یې هم خپل سپیڅلی جهاد ته تر هغې ادامه ورکړه، چې د شوروي سرو لښکرو ماتې وخوړه او له افغانستانه يې د تیښتې لاره غوره کړه، خو بده مرغه اوس روسان غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد ځای ناستې و وسي او یوځل بیا د داعش د ځپلو  په پلمه د افغانستان د مسلمان ملت د دښمنانو تر شا ودریږي او همدا رنګه نور ګاونډیان هم زموږ په آزاده او اسلامی خاوره کې لاس وهنه کوي نو پکار ده چې د وخت د شوري اتحاد له شرمه ډکې ماتې څخه په عبرت اخستلو په افغانستان کې خپلي لاس وهنې بندي او د سولې او ثبات د تأمین لپاره کار وکړي چې دا به هم زموږ او هم د دوي په خیر او ګټه وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته