ښوونه او روزنه

په ګوشته کې دښوونځي پرانيستل .

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون ديوه ښوونځي ودانۍچې داتو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده گتې اخيستنې ته وسپارل شوه .
  دننګرهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ اته درسي او پنځه اداري خونې لري او ددوه اته پنځوسو مترو په اوږدوالي  دانګړ ديوال پکې جوړ شوى دى او په دوه سوه شلو دوه کسيزو څوکيو اوميزونو سمباله ده چې دنړيوال بانک دبودجې په لګښت جوړه شوې ده .
دننګرهار ولايت دپوهنې رياست يوه خبرځاى  وويل چې ددغه ښوونحي په جوړيدو سره دهلکانو او نجونو په ګډون دشپږ سوه تنوزده کوونکو ستونزې حل شوي دي او دننګرهار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دپنځلسو نورو پروژو کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته