امنیت

په جلال اباد ښارکې دبم دچاودنې له امله ديوه نينې پخوونکي وژل

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
دننګرهار ولايت په  مرکز جلال اباد ‌ښارکې دبم دچاودنې له امله يو نينې پخوونکى  شهيد شو.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته  په دريو بجو او ١٥ دقيقو دننګرهارولايت دعامې روغتيا رياست په وړاندې  هغه وخت وشوه  چې   دسرتيرو دسپرلۍ يو موټر  له  دغې ساحې څخه  دتيريدو په حال کې و.
بم  دپوځيانو دسپرلۍ   تر دغه موټر لاندې په واټ کې ايښودل شوى و.
عيني شاهدان وايي له هغه وروسته چې  دپوځيانو دسپرلۍ موټر  له دغې ساحې څخه روان شو  يو نينې پخوونکى  دغه بم ته متوجه شو او په نا آګاهانه ډول يې په هغه لاس کيښود.
دننګرهار ولايت يوه امنيتي مسوول  دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې په دې  چاودنه کې يو ځوان  نينې پخوونکى شهيد شوى دى.
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل : چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې  او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي.
پرون هم په  جلال اباد ښار او دننګرهارو لايت دبهسودو په ولسوالۍ کې  دوه ځانمرګي بريدونه وشول .
په دغو  پيښو کې  دبهرنيو پوځيانو په کاروان بريد وشو   خوپه پاى کې ددريو تنو ملکي وګړو دمرګ  ژوبلې سبب شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته