فرهنګ

نى: د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو حقوق تر پښو لاندې شوي دي

 کابل باخترلړم د مياشتې ١٠  نيټه  :
د "نى" يا د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړي بنسټ د څيړنو نتيجې د دې څرګندوى دي چې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو حقوق او امتيازات په پراخه توګه د رسنيو د خاوندانو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
"نى" يا د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړي بنسټ د څيړنو نتيجې جوتوي چې  په افغانستان کې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د کار په وخت کې نه يوازې له تاوتريخوالي سره مخامخ دي؛ بلکې د رسنيو په دننه کې هم حقوق يې په پراخه  توګه تر پښو لاندې شوي دي .
"نى" وايي چې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي خپل مياشتني حقوق په ټاکلي وخت نه شي ترلاسه کولاى، له خپلو قانوني رخصتيو څخه استفاده نه شي کولاى  او په کاري قراردادونو لاسرسي نه لري. د تقاعد حقوق نلري؛ له غير موجه  انفکاک څخه مخامخ دي او د رسنيو زياتره خاوندان د دوى د مسلکي کار په  چاروکې لاسوهنه کوي.
"نى" خبردارى ورکوي چې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د قانوني حقوقو  تر پښو لاندې کيدو د هېواد رسانه يي صنعت ته زيات زيانونه متوجه کړي دي او که چيري حالت همدغه شان دوام ومومي؛ نه يوازې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بلکې په هېوادکې رسانه يي سازمنانونه او د بيان آزادي به هم له  جدي ستونزو سره مخامخه شي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د رسنيو د کارکوونکو د حقوقو او امتيازونو د اجرا کولو طرزالعمل شتون لري، خو له بده مرغه هيڅکله نه دى تطبيق شوى. ستونزه په دې کې ده؛ د رسنيو ځيني خاوندان چې په خپله د قانون محورۍ او قانون سالارۍ، عدالت او د انساني حقوقو د تامينولو شعارونه ورکوي په ځينوحالانوکې د خپلو کارکوونکو د حقوقو د ترپښو لاندې کولو سبب کيږي.
هغه څه چې"نى" ويلي دي: د هغو واقعيتونوڅرګندوى دي چې له کلونو کلونو  را په دې خوا په هېوادکې د رسنيو کارکوونکي ورسره مخامخ دي . دا يوازې "نى" يا د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټ نه دى چې دغه مسئله تعقيبوي او د دغو ستونزو  په لرې کولو اقدام کوي چې رسانه يي کارکوونکي په رسنيوکې ورسره لاس او ګريوان دي .
لازمه ده هغه اړونده حکومتي بنسټونو چې ځان په هېوادکې د آزادۍ د بيان  بنسټ ايښودونکي او ملاتړي بولي؛ له دې سره جوخت حرکت وکړي او په يوې دقيقې، بېطرفانه او هر اړخيزې څيړنې سره د رسنيو د کارکوونکو د حقوقو
د تثبيتولو او ترلاسه کولو لپاره چې زيات تر پښو لاندې شوي دي؛ اقدام وکړي.
دغه راز خبريالان او د رسنيو هغه کارکوونکي چې په خپله دټولنې د اصلاح، د مفسدو او ماجرا غوښتوونکو څيرو د افشا کولو او د ټولنيزو حقوقو د تثبيتولو په لټه کې دي؛ ولې د خپلو حقوقو د ترپښو لاندې کيدو په وړاندې چوپه خوله غوره کوي؟ دوى کله چې ونه کړاى شي د خپلو حقوقو دفاع وکړي؛ څه ډول به د خلکو د ګټو د ترلاسه کولو په لټه کې شي؟
د "نى" رپوټ يوځل بيا د رسنيو خاوندان، خبريالان، د رسنيو کارکوونکي او هغه  حکومتي مسوولان چې د بيان آزادي او پراخ بنسټه مطبوعات د اوسني حکومت ډيره ستره لاسته راوړنه بولي؛ له يو ستر آزمايښت سره مخامخ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته