لښکر ګاه باختر د تلې ۸ مه
د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ولسواليو په مربوطاتو کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې،دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.
سرچینه زیاتوي چې، دغه راز افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د هلمند د دلارام بازار ته څېرمه درې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو بریدونو او عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ