سیاست

محمد اشرف غني : د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې ځانګړى کميسيون موظف شوى دى.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دسام په غونډه کې له نشه يي توکو سره له مبارزې سره اړيکه ونيوله او ويې ويل چې د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې ځانګړى کميسيون موظف شوى دى.
دباختر آژانس خبريال ليکي: سره له دې چې دنشه يي توکو ستونزه د ډار اچونې په شان سيمه ييز او له سيمې بهر ستونزه ده خو دافغانستان نظام په دې لاره کې جدي مبارزه ترسره کړى دى ، داسې هيڅ ورځ نشته چې دهيواد امنيتي ځواکونه او له نشه يي توکو سره دمبارزې ځانګړي ځواکونه برياليتوب ونه لري. دافغانستان مشرتابه له نشه يي توکو سره دمبارزې دپيچلتيا په ورکولو سره يو ځانګړى کميسيون موظف کړى دى چې په هر اړخيزې څيړنې او تحليل سره مناسبه او عملي لاره برابره کړي . خو زياتره په دې باور دي چې له ډار اچونې اود نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کار کې بايد دسيمې هيوادونه او نړيواله ټولنه هم په سخاتمندان ډول له افغانستان سره مرسته وکړي ، دامنيتي ځواکونو سمبالولو ته پاملرنه چې تراوسه پورې ورته پاملرنه نه ده شوې هم کولاي شي دغې مبارزې ته زور ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته