امنیت

يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او١٤ تنه نور يې ټپيان شول

کابلباختر دجوزا٣٠
په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې پرون دملي اردو دخاصې قطعې دمنسو بينو له خوا دفراه اوسرپل دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول، يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٤ تنه نور يې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې څلورتنه مشکوک کسان له يوکلاشينکوف اودريو موټرسايکلونو سره نيول شوي اودرې ماينونه هم کشف او شنډ کړاي شوي دي.
ديو بل خبر له مخې، دلوګر او قندهاردولايتونو په مربو طاتو کې پرون د ملي اردو دمنسوبينو  په چاڼيزو عتملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندا زه ماينونه او چاوديدونکى توکي ترلاسه شول .
ددغو فعاليتونو په بهيرکې يو مشکوک هم نيول شوى دى او١٦ماينونه ،يوه بورى امونيم نايتريت سره ،دماين پنځوس پټاقۍ ، دبريښنا يو بنډل مزي او يوموټر سايکل او دغه راز داپينو اته سوه پنځوس کيلو ګرامه تخم ،اوشپږ کيلو ګرامه اومه چرس د ملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي اودغه نشه يي توکي سوځول شوي دي .
دغه راز د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو دډزو له ا مله د ملي اردو دوه تنه منسو بين شهيدان او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته