نړۍ

له سوريې څخه د روسي ځواکونو وتل پيل شول

دمشق بي بي سي  باختر دکب دمياشتې ٢٥:
روسيې له  سوريې څخه د خپلو پوځيانو ايستل پيل کړل.
د روسيې جمهور رئيس ولاديميرپوتين پرون په يوه ناڅاپي اقدام کې اعلام وکړ چې دغه هېواد د خپلو ځواکونو يوه زياته برخه له سوريې څخه باسي.
ده  وويل: د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو لپاره ټاکل شوى ماموريت په کلي توګه عملي شوى بولم .
د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو ويلي دي چې امر يې کړى دى ترڅو په  سوريه کې ددغه هېواد ځاى پرځاى شوې جنګي الوتکې دې روسيې ته ستنې کړاى شي. لاتراوسه پورې معلومه نه  ده چې څومره الوتکې اوپوځيانو روسيې ته ستنول کيږي.
دغه  راز په سوريه کې د روسيې دميشتو پوځيانو کره شمېر مشخص نه دى .
  خو د امريکا داسوشتدپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :  شمېر يې له دريو څخه  تر شپږو زرو تنو پورې اټکل کيږي .
د روسيې دغه اقدام دلويديځو هېوادونوله مثبت غبرګون سره مخامخ شوچې ويلي يې دي: دغه  اقدام د دې سبب کيږي چې د خبرو لپاره دبشاراسد په حکومت  فشار زيات شي.
په همدې حال کې په  ژنيو ښارکې د سوريې د خبرو نوى پړاو خپلې دويمې ورځې ته رسيدلى دى .
ټاکل شوې ده د سوريې په  چاروکې د ملګروملتو د سازمان ځانګړى استازى ستيفن ديمستورا نن  د سولې د خبرو د بهير په باب خپل رپوټ  خپورکړي.
روسيه د سوريې د جمهور رئيس بشاراسد يوه اصلي متحده ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته