سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس او د ترکیې صدراعظم د سیمه ییزو همکاریو پر زیاتوالي بحث وکړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله او د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو نن د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د کتنې پرمهال د سیمه ییزو همکاریو پر زیاتولو خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې دوه اړخیزه کتنه کې همدا راز په سیمه کې له تروريستي خطرونو سره پر مبارزې، اقتصادي همکاریو ته د زمینې پر مساعدولو او له جګړو د بېځایه شوو وګړو پر کډوالۍ هم بحث وشو.
د هیواد اجرائیه رئیس په دې کتنه کې د ترکیې صدراعظم ته وویل چې حکومت او خلک یې په ملکي او نظامي برخوکې د ترکیې له مرستو مشکور دي او هیله لري، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ اړيکې نورې هم ټینګې او پراخې شي.
ده زیاته کړه چې هیواد یې همدا راز هیله لري، چې ترکیه به په سیمه کې له خپل نفوذه په استفاده د تروریزم ضد مبارزه کې سیمه ییزه همکاري را جلب او ښکېلې خواوې به رښتیني کار ته وهڅوي.
د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو د افغانستان اجرائیه رئیس ته وویل، چې هیواد یې له افغانانو سره د همکاریو پر ژمنه ولاړ دی او د اوږدې مودې لپاره د تېر په څېر د خپلو اړیکو دوام او ښه والي ته کار کوي.
ده زیاته کړه چې دوی هیله لري چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شي او د دې هیلې د پوره کېدو لپاره هر ډول مرستې ته، چې د افغانستان حکومت یې پیشنهادوي، تياري لري.
ده یادونه وکړه چې په سیه کې له ګډو خطرونو سره د مبارزې لپاره باید سیمه ییزې همکارۍ زیاتې شي، ځکه نا امني د هیچا لپاره مطلوبې ګټې نه لري.
د افغانستان د اجرائیه رئیس او د ترکیې د صدراعظم ترمنځ په نننۍ ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان، ترکیې او پاکستان پر درې اړخیزه ناسته باندې هم خبرې وشوې. #  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته