فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزير دزابل ولايت دمشرانو او مخورو ستونزې واوريدې .

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزيرعبدالباري  جهاني نن دزابل ولايت له يوشمير مشرانو او مخورو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې واوريدې .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې  کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت درسنيو دچارو سلاکار او وياند هارون حکيمي هم برخه لرله  دزابل دولايتي  شورا رييس  حاجي عطاجان حق بيان ، د ولايتي شورا وکيلانو داود ګلزار  او عمر جان ، دولايتي شورا مرستيال عبدالرحمن هوټک او ددغه ولايت يوشمير مخورو اومشرانو خپلې يولړ ستونزې داطلاعاتو او فرهنګ له وزيرسره طرحه کړې اودهغه پاملرنه يې د شيخ متي بابا دمقبرې ،دغشي  دڅلې  او ددغه ولايت دنورو تاريخي ابداتو ترميمولو ته واړوله .
دغه راز دوى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ  دزابل ولايت ځوانانو ته ديوې څيړنې دفعاليت  غوښتنه وکړه .
داطلاعاتواو فرهنګ وزير تاريخي ابداتو اوفرهنګي ميراثونو ته پاملرنه ددغه وزارت کاري لومړيتوبونه  وبلل او څرګنده يې کړه چې په فرهنګي  برخوکې دکارونو دانډوليزې  پرمختيا په خاطر  ددغه وزارت له خوا دامکاناتو په حدودو کې دهېواد دټولو ولايتونو تاريخي ابداتو او فرهنګي ميراثونو ته پاملرنه شوې ده اوکيږي .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزير ژمنه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغشي دڅلي او دشيخ متي بابا دمقبرې  دترميمولو کار پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته