کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
په بلخ ولايت کې دشهيدانو په څه ناڅه دوه سوه کورنيو او بيځايه شويو کسانو
خوراکي توکې وويشل شول .
د شمال زون د امن اوعامه نظم د لوا قوماندان جنرال حسيب الله قريشي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغه مرسته کې چاى ، غوړي ، اوړه ، وريجې او يوه ، يوه جوړه ښځينه جامې شته چې د ناامنۍ له امله په بيځايه شويو کورنيو او دشهيدانوپه کورنيو وويشل شوه .
قريشي زياته کړه ؛ چې دغه مرسته د روژې دمبارکې مياشتې په درناوي او دمور د ورځې په مناسبت ترسره شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ