کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٩ :
دملي اردو لوى درستيز نن دامريکا دمرکزي ځواکونو له لوى قوماندان سره په کتنه کې دهېواد دامنيتي حالاتو او دځينو نورو مسئلو په باب خبرې وکړې.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دملي اردو لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم نن دامريکا دمرکزي ځواکونوله لوى قوماندان جنرال جوزوف اوتيل سره په کاري کتنه کې دهېواد او سيمې دامنيتي حالاتو ، دملي اردو دځواکونو دروزنې دبهير ، اکمالاتو ، لوژستيکي مسئلو او دهوايي پوځ دپياوړتيا په باب خبرې وکړې او دافغان امنيتي ځواکونو او دنړيوالو
قوتونو ترمنځ په لازياتې همغږۍ باندې ټينګاروکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ