امنیت

دوه تنه په کندزکې ونيول شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢
دوه تنه په تروريستي فعاليتونوکې د لاس لرلو په تورپه کندزکې ونيول شول.
د ملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل:
دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د کندز ولايت د زرخريد د سيمې دوه تنه اوسيدونکي ناصر او سميع الله چې غوښتل يې د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو په مقصد يوه اندازه وسلې او مهمات په بې لمبرپليټه سراچه موټرکې د کندز ولايت ته وليږدوي؛ لاس په لاس ونيول.
له دوى څخه ٩ پاکستانى کلاشينکوفونه، ٣٠ پاکستانى تومانچې،١٤پاکستانى ټي ټي تومانچې، ٦ پاکستاني ميکاروف تومانچې او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي امنيت لوى رياست په يوبل اقدام کې د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د تروريستانو د وسلو يوه ډيپوکشف کړه. له دغه ډيپو څخه ٣٠ کلاشينکوفونه، ١٧ ټي ټي تومانچې او د تومانچې ګولۍ ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته