سیاست

دمبارکى پيغامونه

کابلباخترداسد١٥
د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير  ډاکتر زلمي سول له خوا
د ايران د اسلا مي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير  ډاکترعلي اکبر صالحي په نامه د نيکمرغه کوچني اختر له امله دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
دبهرنيو چارو وزات د ويندوي  دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ ، په پيغام کي ويل شوي دي خوښ يم چې د نيکمرغه کوچني اخترله ا مله د زړه له کومې مبارکۍ او ښې هيلې ستاسو جناب اودايران د اسلامي جمهوريت دوستو او وروڼو خلکو ته څرګندوم .
ديوبل خبر له مخې ،  دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول له خوا دنيکمرغه کوچني اختر له ا مله دتاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزيرهمرا خان ظريفي ، دازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير عبدالعزيز کامل اوف، دترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو د وزير رشيد مرادوف ، دقرغزستان جمهوريت دبهرنيو چارو د وزيرعبدالدايف ارلان بکيشويچ ،د آذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير المر محمدياراف اود قزاقستان د بهرنيو چارو د وزير ايرلان ادريسوف په نامه دمبارکۍ جلا جلا پيغا مو نه ليږل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته