اقتصاد

دماليې وزير دنړيوال بانک له مقاماتو سره وکتل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن  دنړيوال بانک درئيس روبرت باب سام  او ددغه بانک داقتصادي مديريت له ټيم سره   دخپل کار په دفتر کې وکتل . دماليې وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکړ :
په دې  کتنه کې دواړو لورو دملي انکشاف د چوکاټ دمسودې ، دمنځ مهال لپاره دافغانستان ددولت دمالي اړتياو ، دڅارنې اوسمون دګډ بورد (JCMB)
غونډې ته دتياري اودافغانستان لپاره دبروکسل دنړيوال کنفرانس په باب
خبرې وکړې .
دماليې وزير  دبروکسل کنفرانس لپاره دافغانستان ددولت دتياري په باب دنړيوال بانک مقاماتو ته معلومات وړاندې کړل.
ټاکل شوې ده  چې   دنړيوالو مرستندويانو او دافغانستان ددولت ترمنځ دګډ بورد دڅارنې او سمون غونډه په راتلوونکي اوونۍکې په  کابل کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به دهغو سندونوپه باب چې ټاکل شوې ده  په بروکسل کې وړاندې شي ، له کنفرانس څخه  دهيلې وړ نتيجو او دافغانستان ددولت او دمرستندويو هېوادونو دسفيرانو او استازو ترمنځ دغه کنفرانس ته دتياري دڅرنګوالي په باب خبرې وشي.
دافغانستان په باب دبروکسل کنفرانس به دروان ميلادي کال داکتوبر دمياشتې په څلورمه اوپنځه نيټه دبلجيم په پايتخت بروکسل  کې  جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته