خبرونهنړۍ

۵۸ سلنه اسرایلیان د خپل لومړي وزیر استعفا غواړي

نړۍ، د غوايي ۱۲مه، بهرنۍ رسنۍ 

د صهیونستي رژیم ۱۲ رسنیزې شبکې یوه نظرپوښتنه کړې او پایله یې ښيي، چې ۵۸ سلنه اسرایلیان د خپل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سمدستي استعفا غواړي.

نظرپوښتنه کې ۴۸ سلنه برخه اخیستونکو دغه راز د دفاع د وزیر یواو گالانت د استعفا غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې دغه چارواکي په خپلو دندو، په ځانګړي ډول د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر وړاندې مبارزه او د حماس غورځنګ له بند څخه د خپلو اتباعو د ازادولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

د دغې نظر پوښتنې پایلو کې اکثریتو اسرایلیانو د ځینو نورو چارواکو لکه د کورني امنیت د رییس او د پوځ د مشر ګوښه کېدل هم غوښتي دي.

اسرایلو کې د بیو لوړوالی، د جګړې اوږدېدل او اسرایلو کې دننه د امنیتي سکون نه شتون نور هغه موارد دي، چې اسرایلیان یې د خپل حکومت پر وړاندې بې باوره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته