امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په فراه ولايت کې د ملي اردو دځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو.
په فراه ولايت کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه د پشت رود ولسوالۍ د دوکن په ساحه کې ونښته چې په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د جګړې په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ده زياته کړه: جګړې څلور ساعته دوام وکړ او د ملي اردو ځواکونه په دې بريالي شول چې طالبان تيښتې ته اړ باسي.
د دغې جګړې په بهيرکې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته