روغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۱۲۲ نوې پېښې ثبت شوې

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو۲۴ ساعتو کې په هېواد کې په کروناویروس د ۱۲۲ تنو د اخته کېدو خبر ورکړ.
باختر آژانس د دغه وزارت د خپرپاڼې له مخې خبر ورکوي چې په هېواد کې د کروناویروس د ۱۲۲ پېښو په ثبت سره، په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۷ زرو۳۶۴ ته ورسېد.
دغه راز په همدې موده کې په هېواد کې په کروناویروس هېڅ اخته کسن نه دی مړ شوی او د مړه شویو کسانو ۲ زرو ۵۲۹ او د روغ شویو کسانو شمېر ۵۲ زرو۵ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح د کروناویروس د واکسین د تطبیق بهیر د چټکتیا او د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وقایوي پيغامونو پر رعایتولو ټينګار وکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته