امنیت

له افغان خواکونو سره د ولس همکاری امنیت راولی

میدان شار دمرغومی دوه ویشتمه باختر
ولس دې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د خپل سر اود مال ساتنې لپاره کار وکړي.
د میدان وردګو والي وايي د امنیت دټینګښت  برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو او فعالیتونو پياوړتيا لپاره د ولسي خلکو همکاري اړینه ده؛ څو ټول په سوله ایز چاپیریال کې ژوند وکړي.
دا خبرې حیات الله حیات پرون د جلریز ولسوالۍ له یوشمیر قومې مشرانو او سپن ږیرو سره  د خپل کار په دفتر کې د کتنې پرمهال وکړي.
راغلو مشرانو په خپلو سیموکې د یوشمیر امنیتي مسایلو په اړه وړاندیزونه شریک کړل او هم یې له حکومت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی غوښتنه لرله، چې د جلریز  ولسوالۍ په عملیاتو کې دې حکومت یوشمیر هغه نیول شوي کسان خوشي کړي، چې کوم جرم نه لري.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات  وویل، چې د عملیاتو هدف د خلکو لپاره د امنیت ټینګښت دی او که نیول شوي کسان کوم جرم ونه لري ؛ نو له پلټنو وروسته به بیرته خوشي کړای شي.
ده پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپل سر او مال د ساتنې لپاره دې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ  وکړي او یا دې په خپلو سیموکې هغو اشخاصو ته ځای نه ورکوي، چې ددوی ارام ژوند ګډوډوي.
د راغلو قومې مشرانو او سپن ږیرو په استازولۍ مولوي عبدالحي او حاجي مومن خان خبرې وکړې او ويې ویل، چې دوی د خپلو سیمو امنیت ساتلو لپاره حکومت سره همکارۍ ته ژمن دي.
هغوی غوښتنه وکړه، چې امنیتي ځواکونه دې دعملیاتو پرمهال هغه کسان نه نیسي ، چې کوم جرم نه لري بلګې هغه اشخاص دې د قانون منګولو ته وسپاري ، چې د خلکو او حکومت لپاره ستونزې رامنځته کوي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د جلریز ولسوالۍ امنیتي خوندیتوب لپاره ۲۰۰ سیمه يیز پولیس منظور شوي، چې په کارګمارنې سره به یې د خلکو ژوند ارام شي.
ده وویل ، چې خلک دې د خپلو سیمود ساتلو لپاره لاس په کارشي؛ ځکه د ولسي خلکو له ملاتړ پرته په یواځي توګه د امنیتي ځواکونو په هڅو ډیر څه نشي کیدلای.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته