روغتیا

په بغلان کې د ۴۰۰ روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل باختر د مرغومي اوولسمه :
په بغلان ولايت کې د روان کال په بهيرکې د ٤٠٠ روږدوکسانو درملنه وشوه .
د بغلان ولايت د روږدوکسانو د روغتون مسوول ډاکتر رحم خدا نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال په بهيرکې٢٦٠ تنه روږدکسان تداوي شوي او١٤٠ تنه نور روږد کسان چې د بغلان په ولايتي جيل کې بنديان وو، هم درملنه يې شوې ده . 
د بغلان ولايت د روږدو کسانو د روغتون مسوول وويل چې دغه روغتون د ډيرو کمو امکاناتو په لرلو سره وکولاى شو د تېرکال په پرتله د روږدوکسانو په درملنه کې  ښه لاس ته راوړنه ولري.
نوري زياته کړه چې د کوکنارو کرکيله او دغه راز د ځوانانو زياته وزګارتيا د دغې شومې پديدې د پيدا کېدو سبب شوی دی.
ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته