امنیت

څلورديرش تنه طالبان ووژل شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٣ :
څلور ديرش تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره  دنښتې په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ افغان امنيتي  ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دکونړ، کاپيسا، قندهار ، ميدان وردګو، خوست ، پکتيا  اودهلمند دولايتونو په مرپوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې څلورديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول  پنځه تنه  ټپيان او شپږتنه يې ونيول شول.
ويل   کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې  يوه زياته اندازه  جنګي وسايل   او مهمات هم ددغو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته