کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
دجمهوري رياست دنوماندانو د انتخاباتي مبارزو د ښه امنيت دتامينولو په مقصد د کورنيو چارو په وزارت کې امنيتي غونډه جوړه شوه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې چې د کورنيو چارو وزير محمد عمر داود زي وويل دانتخاباتي مبارزې پنځه ورځې تيرې شوي دي او دهيواد دټولو ولايتونو خلکو له خوا دامن په فضا کې تيرې شوې چې دا د هيواد دملي پوليسو د ظرفيت او ځواکمنتيا ښکارندوي دي.
د کورنيو چارو وزير څرګنده کړه چې د کورنيو چارو وزارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه دانتخاباتي مبارزو دامنيت دتامينولو لپاره استفاده کړې ده او د پوليسو ټولو ځواکونوته دتيارسي لارښوونه شوې ده چې له امنيتي ګواښونو سره مقابله وکړي او دکمپاين په سيمو کې په فعال حضور سره نوماندانو ته دامنيت بشپړ ډاډ ورکړې . له دى سره جوخت دکورنيو چارو وزارت له کانديدانو او په تيره بيا د جمهوري رياست کانديدانو څخه هيله لري چې دانتخاباتي مبارزو په وخت کې له پوليسو سره بشپړه همغږي ولري دامنيت د تامينولولويه لاره کې له پوليسو سره همکاري وکړي.
0 1 دقیقه لوستل