ورزش

دهېواد دختيځ زون دواليبال په سياليو کې دننګرهار اتلولي

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دننګرهار ولايت دغلام حيدر  دواليبال ټيم دهېواددختيځ  زون دواليبال دسياليو اتل شو .
دغه ټيم ددريو سياليو په ترسره کولو سره دلغمان ، کونړ او نورستان  له ولايتونو څخه  خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دننګرهار  دخراسان پوهنتون په مالي همکارى سره دهېواد دختيځ دڅلورو ولايتونو دواليبال  دټيمونو ترمنځ دجلال اباد ښار دسراج الامارت په ورزشي ډګر کې ترسره شوې .
په ختيځ زون کې دهېواد واليبال  فدراسيون مسوول خوشحال  حضرتي  باختراژانس ته وويل چې ددغوسياليو موخه دځوانانوترمنځ دواليبال دورزش وده او ددغې ورزشي څانګې دغوره څيرو پيژندنه ده .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته