امنیت

درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي په شبرغان کې ونيول شول

کابل باختر دليندي شپږمه
په جوزجان ولايت کې دملي امنيت مسوولينو، درې تنه چې په شبرغان ښارکې دځانمرګي بريد د ترسره کولو نيت درلود؛ له وسلو او چاوديدونکو توکو سره ونيول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان سمونوال فقير محمد جوزجاني باخترآژانس ته وويل: دغه کسان پرون مازيګرکله يې چي غوښتل د شبرغان _ آقچې له لارې  دشبرغان ښار ته ننوځي؛ دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
  د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغو کسانو څلور کلاشينکوفونه ، لس لاسي بمونه او درې ځانمرګي واسکټونه له ځانه سره ليږدول .
جوزجاني وويل: دغه کسان چې د مولوي حبيب الله، ګل محمد او د نظر محمد په نومونو ياديدل؛ دجوزجان ولايت دمرکزشبرغان ښاردچوب باش دکلي اوسيدونکي دي .
په لومړنيو تحقيقاتوکې په دولتي مرکزونو د ځانمرګي بريدپه باب په خپلو جرمونو اعتراف وکړ.
پيښه تر زياتو څيړنو لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته