ورزش

د کرکټ افغان ملي لوبډله له بنګله دېش سره د سیالۍ ډګر ته وځي

آزادۍراډيو/ د وږي٢٤مه  
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش لوبډلې سره د ٢٠ آورونو سیالي لري.
دا سیالي په بنګله دېش کې کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرید هوتک آزادي راډیو ته وویل: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن مازیګر په پنځو بجو د بنلګه دېش په وړاندې میدان ته لاړ شي او د دې لپاره افغانستان لوبډله پوره چمتووالى لري.    
د درېيو هېوادونو، افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې د کرکټ دا سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې دي. 
افغانستان پرون د زېمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړه.
فرید هوتک وویل چې هره لوبډله دوه مسابقې لري او پایلوبه د سپټمبر په ۲۴مه پلان شوې ده.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته