کابل / د مرغومي ٤مه / باختر :
پوليسو يو کس نن د کابل ښار د ١٧مې ناحيې له مربوطاتو څخه د يو موټر د غلا په تور ونيو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دباختر اژانس خبريال ته وويل: تورن محمد اشرف نومېږي او د ده کېپک اصلي اوسېدونکى دى.
نوموړي تېره شپه يو شين رنګه کرولا موټر د ١١مې ناحيې له مربوطاتو څخه غلا کړى و چې د پوليسو په اوپراتيفي عملياتوکې ونيول شو.
له ده څخه يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
پاى ذ