کابل باختر د ثورنهمه :
په لغمان ولايت کې د نويو نښتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د پوځيانو له خوا د لغمان ولايت د مهترلام _ الينګار ولسوالۍ په لويه لاره کې د پوځيانو له خوا بريد وشو .
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکۍ باختراژانس ته وويل چې، په دغو نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، په لغمان کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي مامورانونن سهار د لغمان ولايت له ګڼ ميشتوسيمو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د لغمان پوليس وايي طالبانو غوښتل چې د دغو ماينونو په ښخولو سره ډار اچوونکي پېښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول . ختم_ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل