کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
په سوريې کې ياغي ډلو ددغه هېواد په شمال کې د دولت په يوې هوايي اډې د بريد د پيل خبر ورکړى دى.
د دغه خبرله مخې :
د نصرت د جبهې جګړه ماران چې د القاعده په شبکې پورې مربوط دي؛ له نورو اسلامپالو ډلو سره يوځاى هلې ځلې کوي چې د ابوالظهور هوايي اډه ونيسي .
ابوالظهور د ادلب په ولايت کې د سوريې وروستۍ دولتي اډه ده.
د سوريې دولتي ټلويزيون ويلي دي چې اردوله دغه بريد سره په مقابله کې د نصرت د جبهې يو زيات شمېر جګړه ماران وژلي دي.
7 د یوې دقیقې څخه لږ