فرهنګ

هاله ، مشعل فروزان ژورناليزم او ترجمه سيمينار جوړ شو .

کابل باختر د لړم نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  دپيغام په لوستلو سره  دهاله  ،  مشعل فروزان ژورناليزم  وترجمه  دسيمينار کار  نن پيل شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه سيمينار  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام  او پهف رهنګي چارو کې  دجمهور رييس دسلاکار اسد الله غضنفر  دملي امنيت  شورا دسلاکار  نجيب الله منلي  ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دسلاکارانواو رييسانو ، علمي اوفرهنګي شخصيتونو او دپوهنتونونو داستادانو په ګډون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو  دنړيوال مرکز په تالار کې  جوړ شو . 
ددغه سيمينار په پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام  په فرهنګي چارو کې دجمهوريرياست  دسلاکار اسد الله غضنفر له خوا ولوستل شو  چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
پوهاند حبيب الرحمن هاله  چې يوعمر يې دافغانستان دفرهنګ دلوړولو په لاره کې په هلوځلو  اوۀڅه کې تير کړ دهېواد په علمي او روزنيزې  ټولنې ستر حق لري ده په کابل پوهنتون کې دژورناليزم داستاد ، دادب د ارزښتناکې مجلې دمدير ، دخلکو  دحقوقو دلارې دمبارز او دڅو علمي  اثارو دمولف اوژباړن  په توګه ، د قدر وړ خدمتونه کړي دي .
ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه کوم او  دسيمينار برخه والو او دهېواد دفرهنګ دبرخې  ټولو کارکوونکو ته  دبرياليتوب هيله کوم .
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دپوهاند هاله  دعلمي اوفرهنګي شخصيت  په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل  چې دهېواد  ددغه شان علمي  او فرهنګي شخصيتونو  ددرناوي په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  څومره چې کار وکړي لاهم  کم دي .
  مصطفوي  ټينګار وکړ  چې بايد  زياتې  هڅې وشي چې دهېواد ددغه شان پوهانو او څيړونکو اثار چاپ شي . او له ځوان نسل سره  زيات  شريک کړى شي .  چې ځوانان  دعلمي او فرهنګي شخصيتونو او دخپل هېواد په باب  زيات معلومات  ترلاسه کړي .
دغه راز  د ډاکتر عبدالله عبدالله  پيغام داجراييه رياست  دفرهنګي چارودسلاکار عبدالصمد اميني  له خوا  ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
حبيب الرحمن هاله  دخپل ژوندانه په اوږدو کې  زياتې لوړې  او ژورې وليدلې او ستونزې يې  وګاللي . خو هيڅکله يې  خپل رسالت  هير نه کړ اوپه ارزښتناکو  اکادميکي کارونو يې لاس پورې کړ او قيمتي اثار يې په يادګارپريښودل .
  ژباړنه يوه له هغو حوزو څخه ده  چې نه شو کولى  دپوهاند حبيب الرحمن هاله  دنامه  له يادونې پرته  دهغې له څنکه تير شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد  هم  دپوهاند هاله  دشخصيت او د ژوندانه  دبيلابئلو اړخونو په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل  چې پوهاندحبيب الرحمن هاله  دعبدالاحد  زوى  په  ١٣١١هجري لمريز کال کې  دکابل ولايت  دميربچه کوټ ولسوالۍ  په کارنده کلي کې وزيږيد او دزده کړو  له پاى ته رسولو وروسته يې  دکابل پوهنتون داستاد ،  دادب مجلې دمسوول مدير ، او دکابل پوهنتون  دخپرونو د مسوول په توګه  او په  نورو مهمو پوستونو کې  کار کړى دى .
  ده زياته کړه  چې پوهاند هاله ارزښتناک  اثار  ، ليکنې او ژباړنې  پريښي  دي  اوزيات  شاګردان يې روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي .
  ډاکتر رشاد وويل  چې  هاله دپنحه اتيا کلني په عمر  دروان کال دزمري دمياشتې  په څليرويشتمه نيټه  په استراليا کې  وفات شو .
دغه راز  ددغه سيمينار پهبهيرکې  له همدې امله  دعلومو اکادمي پيغام ددغې اکادمي دغړې  صالحي حبيبي  او دکاپل پوهنتون پيغام  دپوهندوى فهيمې  شکيب  هاشمي له خوا ولوستل شول .
  دپوهاند هاله خوريي محمداعظم کيفر  دپوهاند حبيب الرحمن هاله دکورنۍ په استازيتوب داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت  او ددغه سيمينار  لهجوړونکو څخه  قدرداني وکړه . 
  ده ددې تر څنګ  چې دهاله دژوندانه  ددوران په باب يې  خپلې خاطرې  بيان کړي دپوهاند هاله  دمقام او کارنامو په اړوند هم  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دهاله درناوى  په حقيقت کې  دعلم ، فرهنګ  او پوهې  درناوى دى . 
  ددغه سيمينار  په علمي برخه کې پدعلومو اکادمي  غړي څيرنيارۍ ستورې  شمس مايار ، استاد هاله  ژوند ليک  ، مقالې او اندونه  تر عنوان لاندې مقاله  ،  دکابل پوهنتون  استاد  پوهنوال  حبيب پنجشيري دزنده ګي نامه  و ويژه ګي هاي  ترجمه پوهاند حبيب الرحمن هاله  تر عنوان لاندې مقاله ،   دکابل پوهنتون استاد پوهاند محمدحسين يمين  دهاله اديب او ژورنالست توانا تر عنوان لاندې مقاله  ، عبدالهادي قريشي  دپوهاند هاله انددژبار اند اديتينګ تر عنوان لاندې مقاله ،  دعلومو اکادمى غړې  څيړونکې  مارينا بهار دسير تاريخي  ترجمه درافغانستان  و دست اورد هاي ان تر عنوان لاندې مقاله ،  دکابل پوهنتون  دژورناليزم  دپوهنځي  رييس  پوهنوال وحيد غروال  دشخصيت وکارنامه هاي هاله  تر عنوان لاندې مقاله  او دکابل پوهنتون استاد مير عزيز احمد فانونس  د مرور بر انديشه هاي حبيب الرحمن هاله تر عنوان لاندې مقالې  په ترتيب سره ولوستلې  .
دغه راز  دپوهنتون استاد سيد مصطفي سعيدي ،  محمد عزيز آسوده او د کابل پوهنتون استاد پوهاند  عبدالقيوم  قويم دپوهاندحبيب الرحمن هاله دکارنامو ، شخصيت او علمي او فرهنګي فعاليتونو پهباب  معلومات ورکړل  او دهاله  دژوندانه دبيلابيلو اړخونو په باب يې  خپلې خاطرې بيان کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته