امنیت

دفارياب ولايت دمحکمې يو مسوول دبم په چاودنه کې شهيد شو .

کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه :
دفارياب ولايت دمحکمې يو مسوول  پرون دبم دچاودنې له امله ووژل شو .
دشيرين تګاب ولسوالۍ دمحکمې قاضي حميد الله  کله يې چې غوښتل دخپل موټر په سپرلۍ دکار دفتر ته لاړ شي موټر يې  په سړک کې په ايښودل شوي بم وخوت او دچاودنې له امله شهيد شو .
دفارياب پوليسو  ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره ويلي دي چې بم  ددغه قاضي دسپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوى و او له لرې  ځاى څخه وچول شو .
په خبرپاڼه کې  زياته شوې ده  چې په دې چاودنه کې  څلور تنه  ټپيان شوي دي .
  تراوسه پورې  ددغې بمي  بريد  مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو د فارياب ولايت سيمه ئيز مسوولين  وسله وال طالبان ددغې پيښې   مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته