امنیت

وسله والو طالبانو دهلال احمر دټولنې يو کارکوونکى شهيد کړ .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
په لوګر ولايت کې دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دنجات په عملياتو کې اووه ويشتو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر قاري ورا  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دنجات عمليات په برياليتوب سره پرمخ  ځي خوزياتره طالبان په بڼونو  او کاريزونوکې پت شوي دي او دخلکو داستوګنې  له کورونو او دسيمې له اوسيدونکو څخه د ډال په توګه استفاده کوي .
ده زياته کړه چې دنښتو په بهير کې  ديوې ځوانې نجلۍ په ګډون څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول او يوه ښځه  ټپي شوې ده .
دغه راز څلور تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
دامنيت آمر وايي چې امنيتي ځواکونو نن دطالبانو په چاوديدونکو توکو بار يوموټر هم وپيژاند او ويې چاوه .
ويل کيږي دهغو طالبانو  مړي چې په دغو عملياتو کې وژل شوي دي دجګړو په ډګرونوکې پاتې دي اووسلې او مهمات يې دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې ددغو عملياتو په بيهر کې  دهلال احمر دټولنې  يو کارکوونکى چې ددغو جګړو زيانمنو شويو کسانو ته دمرستې په رسولو بوخت و دطالبانو دډزو له امله شهيد شوى دى .
ورا وايي چې په زرغون ښار کې عمليات تراوسه پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته