امنیت

په خوست کې لس تنه پولیس وستایل شول

متون باختر د لړم د میاشتې ۳ مه
په خوست کې د عامه اړيکو د دفتر له خوا لس تنه پوليس د دوی د ښو کړنو او ميړانې له امله په ايوارډونو سره وستایل شول.
د خوست د عامه اړيکو د څار د کميټې غړي نصیر احمد د باختر اژانس سيمه یيز خبريال ته وویل: ((موږ تل په دې هڅه کې یو،څو هغه پولیس په نښه کړو چې د ټولنې د خدمت په موخه شپه او ورځ زیار باسي))
له بلې خوا د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت بيا داړیکو د دفتر دغه ګام ستايي او زیاتوي چې د پولیسو دنده هم همدا ده چې ټولنې ته خدمت وکړي.
هغه له ولسونو څخه هم هيله وکړه چې پولیسو سره په هره برخه کې همکاري وکړي،څو دوی وکولای شي چې په خپل وخت سره د ورانکارو کړنو مخه ونیسي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته