فيض آباد / باختر/ د چنګاښ ١٦مه :
د بدخشان پوليسو دوه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او د تېزابو يوسلوپنځه شپېته بوشکې د دغه ولايت له مربوطاتو څخه کشف کړل.
د بدخشان يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل: د پوليسو د ځانګړو قطعاتو او دبدخشان له مخدره توکو سره د مبارزې پوليسو په ګډو عملياتو کې دوه زره کيلو ګرامه چاوديدونکي ، پنځه بنډله ثانيه سوزفليتې او د تېزابو يوسلو پنځه شپېته بوشکې چې دهېروئينوپه جوړولو کې ورڅخه استفاده کېده د بدخشان مرکز فيض آباد ښار څخه کشف او ضبط کړل .
هغه زياته کړه: پوليسو د دغې پيښې په اړوند درې کسان له وسلو سره يې نيولي دي. پاى ذ