ټولنه

د دايکنډي په ګجران کې د راى ورکولو يو مرکز وتړل شو

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د دايکنډي د ګجران ولسوالۍ د صوف کارېز د راى ورکولو مرکز د امنيتي ګواښونو له امله وتړل شو.
د دايکنډي د ګجران ولسوالۍ سيمه ييزو سرچينو د باختر آژانس خبريال ته وويل چې خلک د امنيتي ګواښونو له امله دغه مرکز ته  تللي نه شي.
د دايکنډي امنيه قوماندن محمد آقا داوود وويل: د انديښنې ځاى نشته، پوځيان په ساحه کې پراخ شتون پيداکوي او خلک کولاى شي له څو ساعتونو وروسته د راى ورکولو دغه مرکز ته لاړ شي او خپله رايه وکاروي.
ختم- ف -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته