اقتصاد

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د پیریدلو او پلورلو تړون لاسلیک شو

کابل_باختر د چنګاښ ۲۲ مه
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د چنګاښ په ۱۸ مه نیټه د ګازو د پيریدلو او پلورلو تړون په عشق آباد کې لاسلیک شو.
دغه تړون د ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او پاکستان د ګازو د نل لیکې پروژې د مشرتابه هيئت د اوولسمې غونډې ترڅنګ چې په همدغه نیټه په عشق آباد ښار کې جوړه شوې وه، لاسلیک شو.
دغه تړون د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو او د افغانستان او ترکمنستان د کانونو او پټرولیم وزارتونو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون لاسلیکول د ټاپي پروژې د اساسي او عملي ګامونو نه یو ګام دی چې په لاسلیک به یې افغانستان د ۳۰ راتلونکو کلونو لپاره د خپل هیواد د ګازو اړتیا پوره کوي.
د دغه تړون پر بنسټ به افغانستان د پروژې د بشپړولو وروسته په لومړنیو لسوکلونو کې هر کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز، او په دویمو او دریمو لسوکلونو کې یو میلیارد متر مکعب  او ۱.۵ میلیارد مکعب ګاز پیري.
د ترکمنستان نه وارد شوې ګاز د صنعت لپاره په پام کې نیول شوې او د کورونو او فابریکو د اړتیا وړ بريښنا د تولید لپاره به کارول کیږي.
په دغه غونډه کې څلور واړو هیوادونو د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ د ۲۰۱۳ کال تر پایه د دغو هیوادونو د ګازو شرکتونو نه د (ټاپي لمیټډ) تر نوم لاندې د یوه واحد شرکت په توګه د یوه ګډ کنسورسیوم په جوړولو هوکړه وکړه.
ټاپي پروژه د افغانستان د غټو سیمه ییزو پروژو نه یوه ده. دغه پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالې لري چې د ترکمنستان د پولې نه د هندوستان تر پولې پورې کوچني او غټ ښارونه په غیږ کې نیسي. افغانستان نه یواځې د ګازو د پیریدونکې په توګه بلکې د دغې پروژې په پلي کولو کې د یوه ترانزیتي هیواد په توګه رغنده رول لوبوي.
دغه راز افغانستان د ګازو د دغې نل لیکې د ترانزیت نه د کال شاوخوا نیم میلیار ډالر عواید ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته