ورزش

دامير شير علي نوايي دنړيوال سمپوزيم دجوړولو دتياري دکميسيون غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير او دامير علي شير نوايي دنړيوال سمپوزيم دجوړولو دتياري دکميسيون درييس  عبدالباري  جهاني په مشرۍ ، ددغه کميسيون غونډه نن جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې غونډه کې دملي امنيت دشورا مرستيال اودکميسيون غړي فيض الله ذکي دهغو لازمو  تياريو په اړوند معلومات ورکړل چې  دامير علي شيرنوايي دنړيوال سمپوزيم  دجوړولو لپاره نيول شوي دي .
ده دغه راز داجندا دبرابرولو ، کورنيو او بهرنيو ميلمنوته دبلنې د کارتونو دويش او دهغو دهرکلى دڅرنګوالي ، دسمپوزيم په مناسبت دنظر وړکتابونو اوڅيړنيزو مقالو دچاپولو او دتاريخي اثارو او کتابونو دنندارتونونو دجوړولو په باب هم توضيحات ورکړل او ددغه سمپوزيم  دجوړولو په خاطر يې  تياري څرګند کړ .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني هم دامير علي شيرنوايي دنړيوال سمپوزيم  دجوړولو دکميسيون دکميټو دکړنو او تياري  درپوټونو له اوريدو وروسته ددغه سمپوزيم دلاښه جوړولو په  خاطر دموظفو  کميټو ترمنځ په زياتې همکارۍ  او هلوځلو ټينګار وکړ . 
دامير علي شيرنوايي نړيوال سمپوزيم  په نږدې راتلونکې کې په کابل کې جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته