روغتیا

دلوګر په پل علم کې دمهاجرينو په ښارګوټي کې ديوه روغتيايي کلينيک ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د زمري لسمه : دلوګر په مرکز پل علم کې دمهاجرينو په ښارګوټي کې ديوه روغتيايي کلينيک دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دلوګر والي محمد انور اسحق زي ددغې ودانۍ د کار دپيل په مراسمو کې وويل چې ددغه کلينيک ودانۍ دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په مرسته داتو مليونو افغانيو په لګښت دلوګر دپل علم ښار دمهاجرينو په ښارګوټي کې په شپږو مياشتو کې جوړيږي او پکې اته خونې ، دانګړ دديوال ، دسپتيک څاه د اوبو دزيرمې جوړولو او داړتيا وړ ملحقات په پام کې نيول شوي دي . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته