اقتصاد

روسي شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې لېوالتیا وښوده

کابل / د لیندۍ ۳۰مه / باختر
په کابل کې د روسیې سفارت اقتصادي او تجارتي آتشه رنات بورانوکوف د اوبو او انر‍ژۍ وزارت د انرژۍ له معین مولوي عارف الله عارف سره په کتنه کې، په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د روسي شرکتونو د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د روسیې سفارت اقتصادي او تجارتي آتشه وویل چې روسي شرکتونه لېوال دي چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولیدي پروژو د تطبیق په برخه کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین هم د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې جلبول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د انرژۍ د تولید او پراختیا په برخه کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوي.
په پای کې دواړه لوریو د لا زیاتې همغږۍ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک پر لاسلیک ټینګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته