امنیت

په بغلان ولايت کې دکوکنارو کرکيله زياته شوې ده

کابل باختر د ثور څلورمه :
په روان کال کې دتيرکال په پرتله په بغلان ولايت کې دکوکنارو کرکيله زياته شوې ده . 
دبغلان ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې رييس فضل الحق اندرابي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په روان کال کې دبغلان ولايت دده صلاح ، پل حصار او دبورکې دولسواليو په مربوطاتو کې ديوسلو  څلويښت هکتاره  ځمکې په ساحه کې کوکنار کرل شوي دي  او په تيرکال کې يواځې ددرې څلويښت هکتاره ځمکې په ساحه کې کوکنار کرل شوي وو
په روان کال کې دکوکنارو  کرکيله ښيي چې دتيرکال په پرتله په روان کال کې په بغلان کې په نوي هکتاره زياته ځمکه  کوکنار کرل شوي دي .
ده زياته کړه دبغلان ولايت بزګرانو درسنيو او ددرنوعالمانو له پراخو تبليغاتو سره سره په داسې حال کې بيا دکوکنارو کرکيلې ته مخه کړې ده چې همدا اوس دبزګرانو دهڅونې  او له هغوى سره دمرستې په مقصد دڅه دپاسه يو مليونوسلوزرو امريکايي ډالرو په لګښت څلور پرمختيايي او بنسټيزې  پروژې چې په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې دموټرو  د تګ راتګ  دپله جوړول ، دده صلاح او دمرکزي بغلان په ولسواليو کې ددوو دولس ټولګيزو  ښوونځيو  او دغه ر از په پلخمري  کې دولايتي شورا دودانۍ جوړول تر کار لاندې دي چې ددغو پروژو کار په بيلابيلو کټګوريو پرمخ تللى دى او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
ده زياته کړه په دغو پروژو سربيره شپږ نورې پروژې هم د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دچارو وزارت له خوا په بغلان ولايت کې دکوکنارو دکرکيلې دصفر کيدو په باب دښو اجرااتو دستاينې په چوکاټ کې له ١٣٨٤ کال څخه تر ١٣٨٦ کال پورې په دغه ولايت کې عملي شوي دي .
له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو رييس دنشه يي توکو کرکيلې ته دبزګرانو دمخې کولو اصلي علت ديو لړ ناامنيو رامنځته کيدل، بي وزلي او دځوانانو او دټولنې د نورو قشرونو ترمنځ وزګارتيا وبلله او زياته يې کړه په هغه صورت کې چې دولت وکولاي شي امنيت تامين کړي  ډاډمن يو چې بزګران به نور کوکنار ونه کړي .
  خبرځاى  زياته کړه دهغې سروي له مخې چې دملګروملتو دسازمان  له خواپه ٢٠٠٨  کال کې ترسره شوه په دغه ولايت کې په نشه يي توکو دروږدوکسانو شمير پنځه زره دوه سوه تنه تثبيت شوى و چې په سلوکې دوه يې ښځې  وې .
دبغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې درييس دڅرګندونو له مخې دکوکنارو کرکيله په هيڅ صورت دغې ادارې ته دمنلو وړ نه ده او په بغلان ولايت کې دکرل شويو کوکنارو داړولو عملياتي پروګرام به دهغو دحاصلاتو له راټولولو  مخکې ددغه رياست له خوا له نورو امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ  کې د١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې په لسمه نيټه پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته