کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر
د تخار مرکز تالقانو ښار دننه د سړکونو د جوړولو پاتې برخو کار ٩٥ سلنه پرمخ تللى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د تالقانو ښار دننه دسړکونو دجوړولو کار د ٥٥٤ ميليونو افغانيو په لګښت د ٥١ کيلومتره په اوږدوالي او له ٥ تر ١٣ مترو سور پورې چې ٩٥ سلنه کار يې پرمخ تللى دى ډير ژر پرانستل کيږي.
د دغو سړکونو په بشپړيدو سره به د ترافيکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د سيمو نښلول، چاپيريال ساتنې او د روغتيايي خدمتونو په برخو کې د تالقانو اوسيدونکو ته زياتې آسانتياوې برابرې شي.
پاى \ ذ