امنیت

په پکتيکا کې په يوې امنيتي پوستې د طالبانو مرګانى بريد

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٥ :
په پکتيکا ولايت کې په يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ٨ تنه سرتيري شهيدان او١٠ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه بريد پرون ناوخته د پکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ بازار ته څېرمه په امنيتي پوستې وشو او د يرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې تر نن سهار پورې دوام درلود.
د پکتيکا ولايت مرستيال عطاالله فضلي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوسله والوطالبانو په دې بريدکې ٨ تنه پوليسان شهيدان او ١٠ تنه نور يې ټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: يرغلګرو د دغې امنيتې پوستې له نيولو وروسته د هغې جنګي وسايل او نور وسايط له ځان سره وړي دي.
د پکتيکا ولايت مرستيال وايي چې په دې نښته کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته